هلمند کې ځانمرګي بريد په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

په هلمند کې په ملکي وګړو خونړی بريد وشو

936453
هلمند کې ځانمرګي بريد په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د افغانستان د هلمند په ملکي وګړو خونړی ځانمرګی بريد وشو. 

د هلمند نه ترلاسه شوي رپوټ له پيښه تير ماښام په مرکز لښرګاه ښار کې رامنځته شوه. 

د هلمند د والي وياند عمر ځواک خبري رسنيو ته ويلي دي چې تير ماښام په لښکرګاه ښار کې د لوبغالي ترڅنګ د موټر پر مټ ځانمرګی بريد وشو. 

د هغه په ځانمرګي غوښتل چې د موټر سره د لوبغالي په دننه کې چاودنه وکړي چې د امنيتي ځواکونو لخوا يي مخه ونيول شوه. ځانمرګي بريد کوونکي پدې وخت موټر ته انفجار ورکړ. 

د ځواک پدې پيښه ۱۴ تنو ملکی وګړو ژوند د لاسه ورکړی او تر ۴۰ تنو ډير ټپيان شوي دي. 

د پيښې ټپيان روغتونونو کې تر درملنې لاندې نيول شوي دي. 

سيمه ايزو چارواکيو ويلي دي چې په لوبغالي کې د نوي کال په مناسبت د غيږنيونې سياليو دوام درلود. 

دا سيالۍ چې د هلمند ، فراه، کندهار او شاوخوا سيمو د غيږنيوونکو ترمنځه جوړې شوې وي په سلګونو تنه يي نندارې ته ورغلی وو. 

د پيښې قربانيان ټول ملکي وګړي دي چې ماشومان هم پکې شتون لري. 

د بريد مسئوليت تر اوسه چا په غاړه ندی اخيستی.



اړوند خبرونه