د افغانستان په اړه نوى نړيوال كنفرانس
ټاكل شوې ده چې د روان ميلادي كال د مارچ د مياشتې په ۲۶مه نېټه د ازبكستان په پلازمېنه تاشكېنت د افغانستان په اړه يو كنفرانس جوړ شي.
931596
ټاكل شوې ده چې د روان ميلادي كال د مارچ د مياشتې په ۲۶مه نېټه د ازبكستان په پلازمېنه تاشكېنت د افغانستان په اړه يو كنفرانس جوړ شي.
د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې پدې كنفرانس كې به د سيمه ايزو همكاريو او د افغانستان د ثبات په اړه بحث وشي.
د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت وياندې مارايا زاخارووا څرګنده كړه چې پدې كنفرانس كې به د بهرنيو چارو وزير سرګى لاوروف هم ګډون وكړي.
د نوموړې په وينا پدې كنفرانس كې به د افغانستان لخوا د سيمه ايزې همكارۍ په چوكاټ كې د سوداګرۍ، انرژۍ كلتور او بشري چارو په اړه د ګډونوالو لخوا خبرې وشي.
ټاكل شوې ده چې تركيه هم پدې كنفرانس كې ګډون وكړي.