د طالبانو له لوري تښتول شوي کس نوموړو ته دروند ګوزار ورکړ.
د طالبانو لخوا تښتول شوي کس نوموړو ته درنده مرګ ژوبله واړوله
د طالبانو له لوري تښتول شوي کس نوموړو ته دروند ګوزار ورکړ.
طالبانو د چار شنبې په ورځ د پکتیکا ولایت د سروبي د ولسوالۍ د سیمه ایزو پولیسو قومندان دریاخان ورور اول خان د تښتولی وو نوموړو ته د درندې مرګ ژوبلې د اړولو نه وروسته په تیښته بریالی شوی دی.
د پکتیکا ولایت د رسنیو د دفتر لخوا پدې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د چارشنبې په ورځ د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکی اول خان چې د یادې ولسوالۍ د سیمه ایزو پولیسو د قوماندان دریاخان ورور دی او د طالبانو تښتول شوی وو په یوه تکتیکي حرکت سره یې ۲۵ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واړوله او ځان یې ددوی له منګولو خلاص کړ.
په خبرپاڼه کې د سروبي ولسوالۍ د سیمه ایزو پولیسو قوماندان دریاخان له قوله ویل شوي دي، ورور یې ددوی د ځینو خپلوانو په همکارۍ د سروبي ولسوالۍ د زړې کلا په سیمه کې د وسله والو طالبانو له لوري ونیول شو.
دده په خبره، وسله والو طالبانو غوښتل ورور یې د پکتیکا لپاره د طالبانو تش په نوم والي ته ورولي چې له همدې امله وسله والو په لاره کې د خوشالۍ ډزې کولې.
قوماندان دریاخان زیاتوي، کله چې ګومل ولسوالۍ ته رسېدلي وسله وال طالبان له موټرو ښکته شوې او په خپلو منځونو کې په مشورو بوخت و چې ورور یې له موقع ګټه اخیستي او وسله والو طالبانو ته یې ددوی په خپله سلاح درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
هغه زیاتوي، ورور یې اول خان د وسله والو طالبانو موټر له ځانه سره خپلې سیمې ته راوستلی او ددوی له منګولو سلامت را خلاص شوی دی.
د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې پېښه کې اووه وسله والو طالبان وژل شوې او اتلس نور ټپیان شوې خو شاید د وژل شوو شمېر تر دې هم زیات شي.
طالبانو پدې اړه څه ندي ویلي.