د افغانستان په ختیځ کې د کونړ ولایت پولیسو د خونړۍ پیښې مخنیوی وکړ.
په کونړ کې ماین خښوونکي ونیول شول
د افغانستان په ختیځ کې د کونړ ولایت پولیسو د خونړۍ پیښې مخنیوی وکړ.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د کونړ ولایت امنیتي ځواکونو پرون د مازیګر په ناوخته ساعتونو کې د یاد شوي ولایت د شلطن په ولسوالۍ کې دوه تنه ترهګر ماین خښوونکي او یو تن ماین جوړونکی لاس په لاس ونیول.
به خبر کې راغلي دي چې دا کسان د کونړ ولایت د پولیسو د ځانګړو عملیاتو په لړ کې په یو جومات کې د ماین جوړولو پر مهال نیول شوي دي.
د ترهګرو سره ۴ کړۍ ماینونه ، یوه تپانچه ، شل کیلوګرامه چاودیدونکي توکي او ګڼ شمیر د ماین جوړولو وسایل او توکي نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې نیول شوي کسان د طالبانو د ماین جوړولو متخصصین دي او په ځانګړې توګه په کونړ ولایت کې په ډیری ورانکارانه فعالیتونو کې لاس لري.
ویل کیږي نوموړي کسان په یو جومات کې پټ شوي وو . همداشان دې ترهګرو دا ورانکارانه فعالیتونه په جومات کې ترسره کول.
ترهګرو غوښتل چې ددې ماینونو سره په کونړ ولایت کې بې ګناه انسانان د غم په ټغر کینوي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې ترهګر د خپلو شومو اهدافو په خاطر د سپڅلو مکانونو نه هم کار اخلي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی