د افغانستان په ختیځ کې په ننګرهار ولایت کې  د خونړۍ  پيښې مخه ونیول شوه.

ننګرهار کې د سترې فاجعې مخه ونیول شوه

909371
د افغانستان په ختیځ کې په ننګرهار ولایت کې  د خونړۍ  پيښې مخه ونیول شوه.

د افغانستان په ختیځ کې په ننګرهار ولایت کې  د خونړۍ  پيښې مخه ونیول شوه.

په ننګرهار ولایت کې  د چاودیدونکو توکو نه بار  موټر چې  د خونړي برید لپاره  اماده شوی وو  د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شو.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې  امنیتي ځواکونو د روداتو په ولسوالۍ کې  یو موټر  چې  چاویدونکي توکي پکې ځای په ځای او د برید لپاره  اماده شوې وه  ونیوله.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا کرولا ډوله  موټر  د ملي امنیت د منسوبینو لخوا نیول شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند  عطاالله خوګیاڼي خبري غونډې ته ویلي دي چې  د حقاني شبکې غوښتل چې یو ځل بیا  یو خونړی برید وکړي چې د امنیتي ځواکونو لخوا يي مخه ونیول شوه.

هغه وویل چې  د ننګرهار د روداتو په ولسوالۍ کې یو کرولا ډوله موټر چې دوه نیم سوه کیلوګرامه  چاودیدونکي توکي  پکې ځای په ځای شوي وو ونیول شو. ددې سربیره  پدې موټر کې د راکټ مرمۍ، لاسي بمونه  او یو زیات شمیر نورې مهمات  نیول شوي دي.

خوګیاڼي په وینا  ترهګرو غوښتل چې په ننګرهار کې  په یوې حکومتي ودانۍ لومړی  ډله ایز برید وکړي چې له نیکه مرغه مخه يي ونیول شوه.

ویاند په وینا  موټر د وسلو او مهماتو سره  یو ځای  له منځه وړل شوی دی



اړوند خبرونه