په کابل کې په ملکي وګړو وسله وال برید وشو

د کابل د سیلو په سیمه کې په ملکي وګړو د نامعلومو وسله والو لخوا برید وشو

906220
په کابل کې په ملکي وګړو وسله وال برید وشو

د افغانستان په پلازمینه کابل کې  د پولیسو د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې  د سیلو په سیمه کې  په یو ملکي موټر  خونړی  برید وشو.

د کابل نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  نن  د سهار په ساعتونو کې  د کابل  په مهمه  سیمه  کې  سیلو ته  نږدې  د یو فور رنر ډوله  موټر نه  په یو بل موټر  وسله وال برید وشو چې له امله يي  دوه تنه مړه  او دوه تنه نور ټپیان شول.

ویل کیږي  پدې موټر چې  پرې د نامعلومو وسله والو لخوا برید شوی  دی  څلور تنه  سپاره ول چې دوه تنه يي مړه او دوه تنه نور يي سخت ټپیان شوي  دي.

برید کوونکي  د برید نه وروسته د پیښې د ځای نه تښتیدلي دي. دا لا معلومه نده چې برید د چا لخوا  او د څه لپاره  ترسره شوی دی.



اړوند خبرونه