په ترکیه کې ۴۲ ناقانونه کډوال ونیول شول
د ترکیې امنیتي ځواکونو په ایرزینجان ولایت کې ۴۲ تنه ناقانونه کډوال چې ډیری افغانان دي ونیول.
د ترکیې امنیتي ځواکونو په ایرزینجان ولایت کې ۴۲ تنه ناقانونه کډوال چې ډیری افغانان دي ونیول.
د ترلاسه شوي رپوټ له مخې امنیتي ځواکونو د ایرزینجان ولایت د اوزوملو په ولسوالۍ کې د ناقانونه کډوالو په اړه راپور ترلاسه کړ.
امنیتي ځواکونه د نوموړو کډوالو د نیولو په خاطر سیمې ته ولاړل. نوموړي کډوال چې د شپې په نیمايی کې د یو موټر د موندولو په خاطر په پلي توګه روان ول د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شول.
یاد شوي کډوال د ایرزینجان ولایت د اوزوملو ولسوالۍ بالابان سري کایا په کلي کې ونیول شول.
پولیسو نیول شوي کډوال لومړی د صحي معاینې په موخه روغتون ته او وروسته د شپې د تیرولو په خاطر د ښار سرپټي لوبغالي ته یوړل شول .
امنیتي ځواکونو نیولي کسان وروسته د کډوالو د چارو ریاست ته وسپارل. نوموړي کسان به خپلو خپلو هیوادونو ته واستول شي.
نیول شوي کډوال د افغانستان ، پاکستان او بنګلادیش وګړي دي چې ډیری افغانان دي.
امنیتي ځواکونو ویلي دي نیول شوو کډوالو غوښتل چې اروپا ته لاړ شي.