په کابل کې د ډیرې سترې خونړۍ فاجعې او قتل عام مخه ونیول شوه.
ترهګرو غوښتل چې کابل یو ځل بیا په وینو ولړي
په کابل کې د ډیرې سترې خونړۍ فاجعې او قتل عام مخه ونیول شوه.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست د پلازمینې کابل د پولیسو د اتمې حوزې په مربوطاتو کې د چاویدونکو توکو نه بار د مازدا ډوله موټر د نیولو نه خبر ورکړ.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پدې مازدا موټر کې ۲۰۰۰ کیلوګرامه چاودیدونکي توکي نیول شوي دي.
د ویلو ده چې تیره ورځ هم په پلازمینه کابل کې د چاویدونکو توکو نه بار د یو موټر د نیولو نه خبر ورکړ شوی وو.
ویل کیږي د تیرې ورځې د نیول شوي موټر بم موخه په کابل کې د روسیې پر سفارت برید وو .
روسي رسنیو ویلي وو چې هغه موټر چې د کابل د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی دی موخه يي د روسیې پر سفارت برید وو چې خپلې موخې ته د رسیدو نه مخکې ونیول شو.
د ملي امنیت ریاست نني نیول شوي موټر په اړه ډیر زیات جزیات ندي ورکړي.
د یادولو وړ ده چې دوه اوونۍ مخکې لومړی په پلازمینه کابل کې د انټرکانټنینټال پر هوټل او ورپسې د صدرات په څلور لارې کې خونړي بریدونه وشول.
پدې بریدونو کې په سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه .
دا موټرې پداسې حال کې نیول کیږي چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کابل لپاره نوی امنیتي پلان ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړ.
ولسمشرۍ ماڼۍ او د وزایرانو شورا د نوي امنیتي پلان په اړه هیلې څرګندې کړي او ویلي دي چې دا به ډیر اغیزمن پلان وي.