په جلال آباد کې په بهرني دفتر ډله ایز برید وشو
په جلال آباد کې ځانمرګی برید وشو
د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې په یو بهرني دفتر ډله ایز برید وشو.
د جلال آباد نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې برید د دریمې ناحیې په مربوطاتو کې د سویډن د هیواد اړوند په یو بهرني دفتر شوی دی.
ویل کیږي څو تنه برید کوونکي دفتر ته ننوتي دي او د ساتونکو او پولیسو سره په نښته کې ښکیل دي.
د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوګياڼي خبري رسنیو ته ویلي دي چې د سهار د ۹ بجو او لسو دقیقو په شاوخوا کې د دریمې ناحیې په مربوطاتو کې د ماشومانو د حمایت د دفتر په مخکې لومړی ځانمرګی برید وشو او وروسته نور برید کوونکي دفتر ته ننوتل.
د بله پلوه عیني شاهدانو ویلي دي چې په سیمه کې د ډزو او چاودنو غږونه اوریدل کیږي.
د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون ویلي دي چې تر اوسه پورې ددې پیښې ۱۱ تنه ټپیان دلته راوړل شوي دي.
ویل کیږي د پیښې په سیمه کې د ننګرهار ولایت د ښځو د چارو ریاست، د ښځو د امن کور او یو خصوصي پوهنتون هم شتون لري.
پیښه د جلال آباد ښار د سبزۍ منډوۍ ترڅنګ د اومې ویالې په سیمه کې رامنځته شوي دي.