پر کانټینېنټل برید پای ته ورسېد.

په کابل کې د انټرکانټینېنټل هوټل باندې د ترهګرو ډله ایز برید چې تېره شپه پیل شوی و، د ۱۲ ساعتونو وروسته پای ته ورسېد.

893524
پر کانټینېنټل برید پای ته ورسېد.

 

په کابل کې د انټرکانټینېنټل هوټل باندې د ترهګرو ډله ایز برید چې تېره شپه پیل شوی و، د ۱۲ ساعتونو وروسته پای ته ورسېد.

د افغان امنیتي ځواکونو د معلوماتو پر اساس لږ تر لږه درې تنه بریدګر چې د هوټل د پخلنځي له لاري ودانۍ ته ننوتي وو، پر مېشتو کسانو یې بریدونه کړي. په برید کې د لومړنيو شمېرو له مخې د یو بهرني په ګډون لږ تر لږه ۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.


پيوندونه: #هوټل , #برید , #کابل

اړوند خبرونه