د كورنيو چارو د وزارت يو لوړپوړى جنرال ونيول شو.
د افغانستان د كورنيو چارو د وزارت د كوپراتيفونو د ادارې ريس تورن جنرال محمد انور كوهستاني د ۱۰۰ ميليونو افغانيو مالي اختلاس په تور د پوليسو لخوا نيول شوى دى.
888911
د افغانستان د كورنيو چارو د وزارت د كوپراتيفونو د ادارې ريس تورن جنرال محمد انور كوهستاني د ۱۰۰ ميليونو افغانيو مالي اختلاس په تور د پوليسو لخوا نيول شوى دى.
نا تاييد شوي رپوټونه وايي چې پدې چارواكي باندې پخوا هم د مالي فساد په اړه ۱۷ ځله تورونه لګول شوي وو خو پوليسو نه و نيولى.
د كورنيو چارو وزارت تر اوسه پورې پدې اړه رسمي څرګندونې نه دي كړي.
د بله پلوه د فساد سره د مبارزې د محكمې لخوا د ښار او كور جوړونې د وزارت يو شمېر پخواني مامورين هم د رشوت، مالي اختلاس او اداري فساد د تورونو له امله پړ بلل شوي او په بند محكوم شوي دي.