افغان ځواکونو د لسکونو تنو مخالفینو د وژلو نه خبر ورکړی دی

د افغانستان د د دفاع وزارت  په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ترسره شوو  عملیاتو کې د لسګونو تنو مخالفینو د وژلو نه خبر ورکړی دی.

886580
افغان ځواکونو د لسکونو تنو مخالفینو د وژلو نه خبر ورکړی دی

د افغانستان د د دفاع وزارت  په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ترسره شوو  عملیاتو کې د لسګونو تنو مخالفینو د وژلو نه خبر ورکړی دی.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ترسره شوو ګډو  امنیتي عملیاتو کې  لږ تر لږه  ۷۶ تنه  د دولت مخالفین  وژل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې پدې عملیاتو کې د طالبانو  ۳ تنه  مشهور سیمه ایز قومندانان هم  وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي دا عملیات  د توپچي او هوايي ځواکونو په ملاتړ  په ننګرهار، لغمان، نورستان، غزني، ارزګان، هرات، نیمرزو، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې ترسره شوي دي.

د خبرپاڼې د خبر له مخې  د ننګرهار د اچین او خوګیاڼیو په ولسوالیو کې  د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې  داعش نامې ترهګرې ډلې ته  ستر ګوزار ورکړ شوی دی. پدې عملیاتو کې  ۳۲ تنه وژل شوي او ۱۴ تنه نور شکمن کسان نیول شوي دي. همداشان  د دښمن  ۳ قرارګاوې  له منځه تللي دي.

د عملیاتو په ترڅ کې  مخکې په یادو شوو ولایتونو کې  ۳۱ تنه طالب جنګیالي وژل شوي  او ۲۶ موټرسایکلې امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د غزني په اندړو ولسوالۍ کې هم  ۶ تنه طالب جنګیالي وژل شوي او ۲ موټرسایکلې  امنتیتي ځواکونو نیولي دي.



اړوند خبرونه