د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۷ کلونو وروسته د افغانستان نه لیدنه کوي.
د امنیت شورا استازي افغانستان ته سفر کوي
د ملګروملتونو د امنیت شورا استازي د ۷ کلونو وروسته د افغانستان نه لیدنه کوي.
د امنیت د شورا دوره يي مشر هیواد قزاقستان دایمي استازي خیرات عمروف خبریالانو ته وویل چې د امنیت شورا غواړي چې د افغانستان نه چې د جګړو له امله ډیر زیات زیانمند شوی دی لیدنه وکړي. پدې اړه ارزونې او سلامشورې دوام لري.
عمروف وویل چې د امنیت شورا پوره ۷ کاله کیږي چې د افغانستان نه لیدنه نده کړې. دا سفر به هم افغانانو ته دا ښکاره کړي چې نړۍواله ټولنه ددوې سره همکاره او همغږې ده او هم به د افغان چارواکیو سره د نږدې نه د لیدنې فرصت برابر کړي.
عمروف افغانستان ته د سفر د دقیقې نیټې په اړه څه ونه ویل.
د ویلو ده چې د تیرې سې شنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار هاربیرت رای مونډ مک ماستر د ملګروملتونو د امنیت شورا ته د افغانستان د حالاتو په اړه معلومات ورکړل.