په كابل كې ځانمرګى بريد
شاوخوا يو ساعت وړاندې د كابل ښار د مكروريانو په سيمه كې د يوې درندې چاودنې غږ اورېدل شوى دى.
882003
د لومړنيو رپوټونو پر اساس دا بريد د ځانمرګي بريدګر لخوا ترسره شوى دى. د بريد په سيمه كې يوه امنيتي پوسته هم پرته ده.
د روغتيا د وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې ۱۴ تنه ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
د بله پلوه عيني شاهدان وايي چې د بريد له امله لسګونو كسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د پېښې په اړه نور جزييات به وروسته خپاره شي.