په هلمند کې ځانمرګي برید ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
د افغانستان د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې ځانمرګي برید ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
871154
د افغانستان د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې ځانمرګي برید ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
د هلمند ولایت د رسنیو د دفتر پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه ویلي دي چې تیره شپه د لښکرګاه د پولیسو د دریمې حوزې د بولان په سیمه کې د موټر پر مټ ځانمرګی برید وشو.
برید د پوځیانو په کتار شوی دی. پدې برید کې یو تن پوځي او یو تن ملکي وګړي په ګډون ۲ تنه مړه او تر ډیرشو ډیر پوځیان او ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
برید سیمې ته د ځاني زیانونو سربیره د پام وړ مالي زیانونه هم اړولي دي.
د ویلو ده چې طالبانو پرون د په لښکرګاه کې د پولیسو د اومې او اتمو حوزو په مربوطاتو کې په امنیتي پوستو غبرګ بریدونه کړي وو چې ۱۱ تنه پولیس يي وژلي وو.