په هلمند کې په امنیتي پوستو خونړي بریدونه وشول

د افغانستان د هلمند  په ولایت کې د پولیسو په دوو  امنیتي  پوستو خونړي بریدونه وشول.

870227
په هلمند کې په امنیتي پوستو خونړي بریدونه وشول

د افغانستان د هلمند  په ولایت کې د پولیسو په دوو  امنیتي  پوستو خونړي بریدونه وشول.

د هلمند ولایت نه د ترلاسه شوي  رپوټ له مخې طالبانو  تیره شپه  په لشکرګاه ښار کې  په اومې او اتمه  امنیتي حوزو کې په دوو امنیتي پوستو  بریدونه وکړل  او تر یو ساعت ډیر  د پولیسو سره  وجنګیدل.

د هلمند امنیتي سرچینو ویلي دي چې پدې بریدونو کې  تر لسو ډیر  افغان پولیس وژل شوي دي.

د هلمند والي  حیات الله حیات هم  د پیښې پخلی کړی دی او ویلي دي چې پدې پیښه کې  ۱۱ تنه پولیس مړه او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.



اړوند خبرونه