افغانستان په یونان کې سفارت پرانیزي.
د یونان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې افغانستان پدې هیواد کې سفارت پرانیزي.
868876
افغانستان په یونان کې سفارت پرانیزي.
دا خبره د یونان د بهرنیو چارو وزیر وکړه. د یونان د بهرنیو چارو وزیر د نوموړي هیواد ولسي جرګې د دفاع او نړۍوالو اړیکو کمیټې ته وویل چې افغانستان به پدې نږدې راتلوونکې کې په یونان کې خپل سفارت پرانیزي.
هغه وویل چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر به د راتلوونکي دوشنبې په ورځ اتن ته راشي او سفارت به تاسیس کړي.
هغه وویل چې په نږدې راتلوونکې کې به د افغانستان په ګډون ۳ هیوادونه په یونان کې سفارتخانې پرانیزي.
هغه د دوو نورو هیوادونو نومونه په ډاګه نکړل.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پدې اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.