ولسمشر غني تركيې ته راغى.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په استانبول كې د اسلامي همكاريو د سازمان په فوق العاده غونډه كې د ګډون په موخه تركيې ته راغلى.
د ولسمشرۍ د ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو پر اساس ولسمشر غني به استانبول كې د اسلامي همكاريو د سازمان په غونډه كې چې د امريكا د ولسمشر ټرمپ لخوا د اسراييلو د پلازمېنې په توګه د بيت المقدس د په رسميت پېژندلو پر وړاندې جوړيږي، ګډون كوي.
ټاكل شوې ده چې ولسمشر به دې غونډه كې يوه وينا هم واوروي. غني به پدې غونډه كې د بيت المقدس په اړه د افغانستان د دريځ په اړه خبرې وكړي.
د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د بيت المقدس د مسئلې په اړه د اسلامي همكاريو د سازمان د غړو هېوادونو غونډه رابللې وه.
ټاكل شوې ده چې پدې غونډه كې به ايران د ولسمشر په ګډون د اسلامي هېوادونو يو زيات شمېر مشران هم ګډون وكړي.
تركيه اوسمهال د اسلامي همكاريو د سازمان دوره ايي مشري پر غاړه لري.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی