د افغانستان په ختیځ کې د داعش او طالبانو ترمنځه نښتو زور اخیستی دی.
د داعش او طالبانو ترمنځه خپل منځني نښتې زیاتې شوي دي
د افغانستان په ختیځ کې د داعش او طالبانو ترمنځه نښتو زور اخیستی دی.
د داعش او طالبانو ترمنځه د ننګرهار د خوګیاڼو په ولسوالۍ کې د درندې جګړې نه وروسته په لغمان کې نښته وکړه.
د لغمان ولایت د سیمه ییزو چارواکیو په وینا تیره ورځ د یاد شوي ولایت د الینګار په ولسوالۍ کې د داعش ترهګرې ډلې او طالبانو ترمنځه قوي نښته وشوه. په نښته کې دواړو خواوو ته درانده ځاني زیانونه اوښتي دي.
د لغمان ولایت د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې د داعش او طالبانو ترمنځه د الینګار ولسوالۍ د کونډه ګل په سیمه کې قوي نښته شوې ده .
هغه ویلي دي پدې نښته کې د طالبانو دوه مهم قومندانان وژل شوي خو د داعش د مرګ ژوبلې د دقیقې شمیرې په اړه معلومات په لاس کې نشته. هغه ویلي دي چې په نښته کې دواړو خواووته درانده ځاني زیانونه اوښتي.
د لغمان ولایت نه په ترلاسه شوي رپوټ کې ویل شوي دي چې نښته دریدلې ده خو ګمان کیږي چې دواړه خواوې د لا قوي نښتې په خاطر په تیاریو بوختي دي.
په سیمه کې ځینو عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې داعش او طالبانو د لا قوي جګړې په خاطر تازه دمي جنګیالي غوښتي دي. کیدای شي چې ددوې ترمنځه لا قوي نښته پیل شي.
د ویلو ده چې طالبانو په لغمان کې یو زیات شمیر سیمې تر کنټرول لاندې لري او داعش هڅه کوي چې ځینې سیمې ددونه ونیسي او د خپل کنټرول لاندې راولي.
داعش پدې وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو د ځای ناستي کیدو په خاطر هلې ځلې کوي.