په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان یو ځل بیا په پاکستان سختې نیوکې وکړې

امریکا : د طالبانو تاکتیکي مشران په افغانستان کې او سیاسي مشران په پاکستان کې دي

857166
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان  یو ځل بیا په پاکستان سختې نیوکې وکړې

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت  مشر او د امریکايي ځواکونو قومندان  یو ځل بیا په پاکستان  د سختې نیوکې سره وویل چې « د طالبانو تاکتیکي مشران په افغانستان کې  او سیاسي مشران يي په پاکستان کې دي. »

هغه  په پاکستان کې د نیوکې سره وویل چې  د ترهګرو پر خلاف  څه ډول چې لازم  ده  مبارزه نکوي. هغه ویلي دي چې  پاکستان حکومت  په هیواد کې د ترهګرو د ځالو د لمنځه وړو په خاطر  د امریکا او افغانستان د غوښتنې سره سم  عمل او اقدام نکوي. پدې برخه کې  هیڅډول عملي ګامونه ندي اوچت کړي.

هغه دا څرګندونې  د کابل نه د امریکا  د دفاع په وزارت کې  جوړې شوې خبري ناستې ته د ویدیو کنفرانس له طریقه وکړې.

هغه  ویلي دي چې  ترهګر اوس هم  د پولې د پورې غاړې نه افغانستان ته راځي. هغه وویل چې  ددېنه وروسته به په پاکستان، حقاني شبکې او طالبانو  فشارونه لا زیات کړي.

پدې برخو به د پوځي فشارونه نه نیولې تر ټولنیزو، اقتصادي ، سیاسي او ډیپلوماتیکو فشارونو پورې  د هرې لارې نه کار واخلي. هغه ویلي دي چې  ولسمشر ټرمپ  هم  پدې باور  دی چې  پاکستان  د ترهګرۍ پر وړانډې په مبارزه کې څه چې لازم  وي هغه ندي کړي.

هغه ویلي دي چې  دده د قومندۍ لاندې ځواکونو په لومړي ځل لپاره په افغانستان کې  د طالبانو او ترهګرو د مالي سرچینو د وچولو په برخه کې  په مبارزې پیل کړی دی.

هغه ویلي دي چې  په نوي میلادي کال کې به فشارونه لا زیات کړي  تر څو  طالبان سولې ته  اړ شي.

جنرال نیکلسن  ویلي دي چې په افغانستان کې نن ورځ  د مخدره موادو پر خلاف نه بلکې  د طالبانو د مالي سرچینو پر خلاف يي  مبارزه ګړندۍ کړې ده.

جنرال نیکلسن  د طالبانو د مشرانو ترمنځه  د خپلمنځیو اختلافاتو د پیدا کیدو ادعا هم کړې ده .

هغه ویلي دي چې  طالبانو د مشرانو ترمنځه د مالي مسایلو په اړه  جدي اختلافات رامنځته شوي دي. د طالبانو تاکتیکي مشران  چې  په افغانستان کې د نشه یي توکو نه کومې عواید او پیسې ترلاسه کوي  هغه  د کوټې شورا  ته  نه ورکوي چې دې مسلې  ددوې ترمنځه  ژور اختلافات رامنځته کړي دي.

 

 

 



اړوند خبرونه