د افغانستان د لوګر په ولایت کې ځانمرګی برید وشو.
د کابل نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د لوګر ولایت د پل عالم په سیمه کې ځانمرګی برید وشو.
856359
د افغانستان د لوګر په ولایت کې ځانمرګی برید وشو.
د کابل نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د لوګر ولایت په مرکز پل عالم کې ځانمرګی برید وشو.
د لوګر ولایت د والي ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې ځانمرګی برید د پل عالم ښار د بره کي برک د موټرو د هډې سره شوی دی. هغه ویلي دي چې د برید هدف د ښار د امنیت امر وو خو هغه ددې برید نه روغ رمټ وتلی دی.
ویاند په برید کې د ۱۱ تنو ملکي وګړو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی. په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شتون لري.
برید د افغانستان په ځايي وخت د سهار د لسو بجو او ۵ دقیقو په شاوخوا کې شوی دی.