افغانستان  پوله ساتو  په پاکستان  ځوابي  بریدونه وکړل.

افغانستان په پاکستان توپچي بریدونه وکړل

853138
افغانستان  پوله ساتو  په پاکستان  ځوابي  بریدونه وکړل.

افغانستان  پوله ساتو  په پاکستان  ځوابي  بریدونه وکړل.

پاکستان  چې  وخت نا وخته د افغانستان په خاوره  راکټي بریدونه کوي  افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو لاس پورې کړی دی.

د یادولو وړ ده چې پاکستان د تیرو دوو اونیو راهیسې  د افغانستان په ختیځ کې  کونړ په ولایت د راکټي بریدونو کچه لوړه کړې ده . افغان چارواکیو ویلي دي چې د پاکستان د راکټي بریدونو په پایله کې  د کونړ  ولایت  په سلګونو کورنۍ د خپلو کورونو پریښودو ته  اړ شوي دي.

همداشان ددې په مقابل کې  افغان ځواکونو هم  په ځوابي بریدونو لاس پورې کړی دی. د کونړ ولایت د امنیې قومندان  جنرال جمعه ګل همت  خبري رسنیو ته وویل چې  ددې هیواد پوله ساتو ځواکونو په پاکستان  ځوابي د توپچي بریدونه کړي دي.

هغه ویلي دي چې افغان ځواکونو د پاکستاني ملیشو  په مرکزونو  د ډي سي  او نورو ډولونو توپچي  بریدونه کړي چې  کیدای شي  پاکستاني ملیشو ته يي ځاني زیانونه هم اوښتي وي.

د کونړ والي بیا ویلي دي چې د افغان ځواکونو لخوا د پاکستان په خاوره  د توپچي بریدونو نه وروسته  د پاکستان له لورې راکټي بریدونه کم شوي دي.

د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومندان جنرال نیکلسن  هم  په پاکستان  د افغانستان په خاوره د راکټي بریدونو له امله  سخته نیوکه وکړه.

هغه وویل چې پاکستان پوځ  د افغان په خاوره  د بریدونو پر ځای دې د ترهګرو د پټنځایونو په اړه  استخبارات  ددوې سره شریک کړي  .

پاکستان  بیا ویلي دي چې  دوې  تل  په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو سره د استخباراتو په شریکولو کې همکاري کړې ده  او همکارۍ ته چمتو دي.



اړوند خبرونه