د افغانستان د ملي دفاع  وزارت  ۴ تنه  افسران  په اعدام  محکوم شول.

د ملي اردو ۴ تنه منسوبین په اعدام محکوم شول

847729
د افغانستان د ملي دفاع  وزارت  ۴ تنه  افسران  په اعدام  محکوم شول.

د افغانستان د ملي دفاع  وزارت  ۴ تنه  افسران  په اعدام  محکوم شول.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند  جنرال دولت وزیري  ددې خبرې پخلی کړی دی او ویلي دي چې  دا ۴ تنه افسران  د قتل په تور  د محکمې لخوا په اعدام  محکوم شوي دي.

جنرال وزیري  دا څرګندونې نن  خبریالانو ته د معلوماتو ورکولو پر مهال وکړې. وزیري  په اعدام د محکوم شوو افسرانو  د هویت  او رتبې په اړه څه ندي ویلي او دا يي هم  ندي ویلي دي چې دوی د چا په قتل  په اعدام  محکوم شوي دي.

هغه ویلي دي چې  د روان لمریز کال راهیسې  تر اوسه پورې  په پوځ کې ۱۶۹۴ جزایي   دوسیې څیړل شوي دي  او  ددوې له جمع نه  ۹۵۸ دوسیې  محکمې ته  استول شوي دي. همداشان  ۲۷۱ دوسیې  د کافي شواهدو او دلایلو د نشتوالي له امله تړل شوي، ۲۰۱ دوسیې مسترد شوي .

محکمې ته د استول شوو دوسیو  له جمع نه  د ۸۱۹ دوسیو په اړه حکم شوی دی چې ددوې په جمع کې  ۴ تنه افسران په اعدام، ۲۱۵ تنه افسران  په بند، ۳۶۵ تنه بریدمنان  په بند ، ۴۸۵ تنه سرتیري په بند  او ۳ تنه  د وزارت ملکي کارمندان په بند محکوم شوي دي

هغه ویلي دي چې  د دفاع وزارت  کشفي او قضايي  ارګانونه    په پوځ کې  د عدالت د ټینګولو  او محاربوي  ظرفیتونو د لوړولو  په خاطر تل د مجرمینو په لټه کې دي.

 



اړوند خبرونه