د افغانستان په اړه مهم کنفرانس

د افغانستان لپاره د سيمه ايزې اقتصادي همكارۍ كنفرانس به د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په ګډون د تركمنستان په پلازمېنه عشق آباد كې جوړ شي.

846773
د افغانستان په اړه مهم کنفرانس

 

د افغانستان لپاره د سيمه ايزې اقتصادي همكارۍ كنفرانس به د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په ګډون د تركمنستان په پلازمېنه عشق آباد كې جوړ شي.

پدې كنفرانس كې به نړيوال بازار سره د افغانستان د نښلولو په موخه د انرژۍ، ترانسپورټ، سوداګرۍ ، مخابراتو او كاري وړتيا په برخو كې پر اړوندو موضوعاتو خبرې اترې وشي.  سربېره پر دې به په پورتينو برخو كې د اړوندو پروژو د عملي كولو په موخه د مالي مرسته كوونكو هېوادونو سره هم بحث وشي.

پدې كنفرانس كې چې دوه ورځې به دوام وكړي د تركيې په ګډون د۴۰ هېوادونو او ۳۰ نړيوالو ټولنو استازي ګډون وكړي.

د انرژۍ او ترانسپورټ په برخه كې د پروژو د عملي كولو په موخه به تركي پانګه وال او شركتونه هم برخه واخلي. په ځانګړي توګه د انرژۍ دتامين او د لويو لارو د جوړولو په برخه كې د نړيوال بانك او د آسيا د پراختيايي بانك لخوا د اعلان شوو پروژو د عملي كولو په برخه كې تركي شركتونه مرسته وكړي.

ټاكل شوې ده چې ددې كنفرانس په ترڅ كې د ټاپي د ګازو د نل ليكي سربېره چې د تركمنستان  ګاز به دافغانستان له لارې د پاكستان او هندوستان هېوادونو ته ولېږدوي د كاسا ۱۰۰۰ د برېښنا پروژه هم شامله ده. سربېره پر دې د افغانستان، ګرجستان، تركمنستان، آذربايجان او تركيې ترمېنځ د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو پر پروژې هم خبرې اترې وشي.



اړوند خبرونه