په ننګرهار کې د داعش او طالبانو ترمنځه قوي نښته
د افغانستان په ختیځ کې په ننګرهار ولایت کې د داعش او طالبانو ترمنځه خونړۍ جګړه شوې ده .
831013
د افغانستان په ختیځ کې په ننګرهار ولایت کې د داعش او طالبانو ترمنځه خونړۍ جګړه شوې ده .
د سیمې نه د رارسیدلي رپوټ له مخې پدې نښته کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خبري رسنیو ته ویلي دي چې د داعش او طالبانو ترمنځه د خوګیاڼو ولسوالۍ د وزیرو تنګۍ په سیمه کې نښته شوې ده.
د هغه په وینا پدې نښته کې ۱۲ تنه داعشیان مړه او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي. همداشان پدې نښته کې ۱۴ تنه طالبان مړه او ۵ تنه نور بیا ټپیان شوي دي.
د خوګیاڼي په وینا پدې نښته کې ۸ تنه ملکي وګړي مړه او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
خوګیاني ویلي دي چې نوموړو نښتو په لسګونو کورنۍ بې ځایه کړي دي.