د افغانستان په شمال کې د بلخ ولایت د والي په ویاند منیر احمد فرهاد وسله وال برید وشو.
د بلخ د والي په ویاند وسله وال برید وشو
د افغانستان په شمال کې د بلخ ولایت د والي په ویاند منیر احمد فرهاد وسله وال برید وشو.
د مزار شریف نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د بلخ د والي په ویاند د سهار په ساعتونو کې د مزار شریف د پولیسو د څلورمې حوزې به مربوطاتو کې د هغه کور ته نږدې د موټر سایکل سپرو برید کوونکو لخوا وسله وال برید وشو.
نوموړی پدې برید کې ټپي شوی دی چې د درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوی دی.
عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې ښاغلی فرهاد په لاس ، خپه او بدن کې مرمۍ لګیدلي دي.
د بلخ ولایت امنیتي سرچینو د برید پخلی کړی دی او ویلي دي چې روغتیایي حالت يي ښه دی.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې کوم شخص یا ډلې په غاړه ندی اخیستی.
پولیسو ویلي دي چې د برید په اړه څیړنې پيل شوي دي او د برید کوونکو د هویت د تثبیت نه وروسته د هغوې د نیولو په خاطر اقدام وشي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی