د افغانستان ۷۵ تنه جګپوړي  چارواکي  ممنوع الخروج شول.

لوی څارنوالۍ د ۴۰ تنو جګپوړو چارواکیو د دندو د ځنډولو نه خبر ورکړ

813543
د افغانستان ۷۵ تنه جګپوړي  چارواکي  ممنوع الخروج شول.

د افغانستان ۷۵ تنه جګپوړي  چارواکي  ممنوع الخروج شول.

په افغانستان د اداري فساد پر وړاندې مبارزې عدلي او قضايي  مرکز  ۷۵ تنه لوړپوړي دولتي چارواکي  ممنوع الخروج  اعلان کړل.

ویل کیږي  دا  کسان  ټول  په اداري فساد کې په لاس لرولو تورن دي.

د افغانستان د لوی څارنوالۍ ویاند  جمشید رسولي  نن خبري رسنیو ته وویل چې  چې  لوی څارنوالۍ د  د اداري فساد پر وړاندې مبارزې عدلي او قضايي  مرکز  په مرسته  تر اوسه پورې په میلیونونو ډالره د دوست پیسې  چې حیف او میل شوې وې  بیرته راګرځولي دي او د دولت  خزانې ته سپارلي دي.

هغه وویل چې  تر اوسه پورې  د ۴۰ تنو لوړپوړو چارواکیو دندو  ځنډول شوي دي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

ویاند په ټینګار سره وویل ټول هغه کسان چې  دندې ځنډول شوي او یا ممنوع الخروج شوي دي ټول  جګپوړي دولتي چارواکي دي.



اړوند خبرونه