پر جنرال سالم احساس وسله وال برید وشو

د کابل د حنايي جرمونو پر خلاف د مبارزې پر ریس وسله وال برید وشو

810993
پر جنرال سالم احساس وسله وال برید وشو

د  کابل  د جنایي  جرمونو  پر خلاف د مبارزې په ریس  وسله وال برید وشو.

تیره شپه  د افغانستان د پلازمینې کابل  د جنایي جرمونو پر خلاف د مبارزې پر ریس جنرال سالم احساس  د نامعلومو وسله والو کسانو لخوا برید وشو.

د ځايي  سرچینو د خبر له مخې پدې پیښه کې  جنرال احساس ته  ځاني  زیان  ندی اوښتی.

پیښه  د کابل په ځايي  وخت  په نیمه  شپه د ۱۲ نیمو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوه.

خامه پرس   د کابل د جنايي جرمونو پر خلاف د مبارزې د ریاست د چارواکیو له قوله لیکلي دي چې  پیښه هله رامنځته شوه چې  جنرال احساس په خپل موټر کې وو چې  پرې برید وشو.



اړوند خبرونه