افغانستان د ښځو لپاره د پوليسو اكاډيمي جوړوي.
افغانستان په پام كې لري چې په هېواد كې د پوليسو په ليكو كې د ښځو د شمېرې د زياتولو په موخه د دوى لپاره ځانګړې اكاډيمي جوړه كړي.
805987
افغانستان په پام كې لري چې په هېواد كې د پوليسو په ليكو كې د ښځو د شمېرې د زياتولو په موخه د دوى لپاره ځانګړې اكاډيمي جوړه كړي.
د كورنيو چارو د وزارت سرپرست ويس احمد برمك پرون ښځو په يوې غونډه كې څرګنده كړه چې پدې اكاډيمۍ كې به يواځې ښځې تربيه شي.
د نوموړي په وينا كه څه هم افغاني ټولنه د سړو تر حاكميت لاندې ده خو د پوليسو په ليكو كې د ښځو د شمېرې د زياتولو او خلكو ته د اغېزمنو خدمتونو د وړاندې كولو په موخه دا اكاډيمي جوړيږي. برمك همداراز له ديني علماو، سياسي څېرو او قومي مشرانو غوښتنه وكړه چې خپلې لوڼې د پوليسو په ليكو كې د شاملېدلو په موخه تشويق كړي.
ويل كيږي چې اوسمهال د پوليسو په ليكو كې شاوخوا ۳۰۰۰ ښځې دنده اجرا كوي چې دا په هېڅ وجه كافي نه ده.