په جلال آباد کې د حاجي ظاهر کور ته نږدې چاودنه

د جلال آباد د ښار د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې د ولسي جرګې د غړي حاجي ظاهر قدیر کور ته څېرمه چاودنه شوې.

798677
په جلال آباد کې د حاجي ظاهر کور ته نږدې چاودنه

 

د جلال آباد د ښار د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې د ولسي جرګې د غړي حاجي ظاهر قدیر کور ته څېرمه چاودنه شوې.

د لومړنیو معلوماتو له مخې دا چاودنه د بریدګرو لخوا ترسره شوې ده. عیني شاهدان وایي چې بریدګرو لومړی دوه تنه ساتونکي ووژل او بیا یې په ځان پورې چاودېدونکي مواد وچاودل.

که څه هم رسمي سرچینو تر اوسه پورې د ځانمرګي برید خبر تایید کړی نه دی خو ددې سره سره په پېښه کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي دي.

د پېښې په اړه نور جزییات به وروسته خپاره  شي.


پيوندونه: #جلال آباد

اړوند خبرونه