د افغانستان لپاره د تركيې تاريخي بورسونه

تركيې په خپل تاريخ كې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته په نظامي ډګر كې د څه باندې ۱۱۰۰ بورسونو په وركولو هوكړه وكړه.

796606
د افغانستان لپاره د تركيې تاريخي بورسونه

 

دا لومړى ځل دى چې تركيه په يو كال كې د افغانستان په څېر يو بهرني هېواد ته دومره زيات بورسونه وركوي.

ټاكل شوې ده چې په افغانستان كې ۱۱۰۰ ځوانان او پېغلې چې غواړي په نظامي ډګر كې لوړې زده كړې وكړي، د تركيې په بېلابېلو ښارونو كې په حربي پوهنتونونو كې ورته د زده كړې لارې چارې هوارې شي.

پدې ډول افغان ځوانان به د پليو او هوايي ځواكونو په اكاډيمو كې وروزل شي.

ددې بورسونو ۱۲۰ يې د هوايي ځواكونو د اكاډيمۍ لپاره دي چې په پايله كې به د جنګي جټ الوتكو يو شمېر پيلوټان هم وروزل شي.

كه څه هم پخوا تركيې افغان نظامي زده كوونكو ته د زده كړې امكانات برابرول خو دا لومړى ځل دى چې په دومره پراخه پيمانه ورته زمينه برابريږي.

د بله پلوه د دفاع وزارت اعلان كړى دى چې ددې بورسونو لپاره د نومليكنې چارې به د روان هجري شمسي كال د وږي د مياشتې په څلورمه او پينځمه نېټه ترسره شي او اړوند آزموينه به د وږي د مياشتې په ۷مه نېټه په كابل كې د حربي ښوونځي په قوماندانۍ كې چې د پل سوخته په سيمه كې موقعيت لري، ترسره شي.

د ۱۲م ټولګي فارغين مينه وال كولاى شي چې د تابعيت د تذكرې او درې كلنو نمرو سره مراجعه وكړي.



اړوند خبرونه