د افغانستان په اړه د امريكا نوې تګلاره اعلانيږي.
ټاكل شوې ده چې د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ نن د اګست په ۲۱مه نېټه د افغانستان په اړه ددې هېواد نوې تګلاره اعلان كړي.
793380
د سپينې ماڼۍ د خبري سرچينو د معلوماتو پر اساس ټرمپ به د امريكا پر وخت نن شپه په واشنګټن كې د فورټ ماير آرلېنګټن په نظامي هډه كې د يوې وينا په ترڅ كې په افغانستان كې د امريكايي سرتېرو د پاتې كېدلو د څرنګوالي په اړه رسنيو ته معلومات وركړي.
پخوا د امريكا د دفاع وزير جېمز مېټيس څرګنده كړې وه چې د ټولو احتمالي پلانونو تر ارزولو وروسته به ولسمشر نهايي پرېكړه وكړي.
د بله پلوه د رويټرز خبري آژانس پدې اړه ليكلي دي چې كيداى شي ټرمپ په افغانستان كې د امريكايي سرتېرو د شمېرې د زياتولو په اړه فكر وكړي. پدې ډول به افغانستان ته د ۳۰۰۰ – تر ۵۰۰۰ پورې محاربوي سرتيري ولېږل شي تر څو د اروپكو پر وړاندې د افغان امنيتي ځواكونو سره جګړه وكړي.