د افغانستان د هلمند ولایت د ګرشک په ولسوالۍ ډله ییز برید وشو.
طالبانو په ګرشک ولسوالۍ ډله ییز برید وکړ
783398
د افغانستان د هلمند ولایت د ګرشک په ولسوالۍ ډله ییز برید وشو.
د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک خبري رسنیو ته ویلي دي چې یوې ډلې ځانمرګیو برید کوونکو د ګرشک ولسوالۍ د صرافانو په یو مارکیټ ډله ییز برید کړی دی.
هغه ویلي دي چې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي او د ترهګرو سره په نښته کې ښکیل شوي دي.
ځواک ویلي دي چې د امنیتي ځواکونو او برید کوونکو ترمنځه جګړه روانه ده.
هغه ویلي ګمان کیږي چې برید د ۴ تنو لخوا شوی وي.
د ځاني زیانونو په اړه څه ندي ویل شوي. د ویلو ده چې طالبانو تیره شپه په ناوخته ساعتونو کې په همدې ولسوالۍ کې په امنیتي ځواکونو مرګونی ځانمرګی برید کړی وو.