افغانستان د شمالي كوريا لخوا د توغنديو آزمايښت محكوم كړ!

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت نن د يوې رسمي اعلاميې په خپرولو سره د شمالي كوريا لخوا د باليستيكي توغنديو آمايښت محكوم كړ.

769589
افغانستان د شمالي كوريا لخوا د توغنديو آزمايښت محكوم كړ!

 

ددې وزارت لخوا په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې د شمالي كوريا لخوا د هوالسونګ – ۱۴ په نامه باليستيكي توغندى چې د لرې واټن د ويشتلو ظرفيت لري د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا د پرېكړو خلاف عمل دى او د نړۍ سولې  او ثبات ته زيان رسوي.

په اعلاميه كې افغانستان له شمالي كوريا غوښتنه كړې ده چې د داسې پاروونكو اقداماتو نه دې ډډه وكړي چې د نړۍ سولې او د خلكو ترمېنځ د سوله ايز ژوند لپاره خطر رامنځته كوي.

د اعلاميې په يوې برخه كې راغلي دي چې د افغانستان اسلامي جمهوريت باور لري چې د ستونزو د اواري يواځينۍ حل لاره خبرې اترې دي.

دا لومړى ځل دى چې افغانستان د شمالي كوريا لخوا د توغنديو آمايښتونه محكومي. د بهرنيو چارو وزارت پخوا هم د ورته اعلاميو په خپرولو سره له شمالي كوريا غوښتنه كړې ده چې ددې اعمالو نه دې لاس واخلي.  



اړوند خبرونه