په وردګو کې د طالبانو مشهور قومندان ووژل شو

د افغانستان د میدان وردګو په ولایت کې د طالبانو یو جګپوړی  قومندان  ووژل شو.

768279
په وردګو کې د طالبانو مشهور قومندان ووژل شو

د افغانستان د میدان وردګو په ولایت کې د طالبانو یو جګپوړی  قومندان  ووژل شو.

د میدان وردګو د ولایت د پولیسو ویاند  نقیب الله امیني  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د یاد شوي ولایت د جلریز په ولسوالۍ کې د طالبانو جګپوړی قومندان  او د نظامي مسئول  د افغان ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شو.

هغه ویلي دي چې پدې جګړه کې د طالب قومندان مولوي عبدالرحمان  سربیره د هغه  سره مل  ۴ تنه نور طالب اورپکي هم  وژل شوي دي.

د هغه په وینا  دا نښته  د جلریز ولسوالۍ کې  د سې کلا په بازار کې شوې ده .

د پولیسو ویاند ویلي دي چې د طالبانو دې قومندان  په وردګو ولایت کې په یو زیات شمیر خونړۍ بریدونو او چاودنو کې لاس  درلود.

هغه دوه کاله مخکې په پولیسو خونړی برید کړی وو چې په ترڅ کې ۲۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.



اړوند خبرونه