په جلال آباد کې چاودنه وشوه.
په جلال آباد کې د ملي اردو د کتار د تیریدو پر مهال چاودنه وشوه
756900
![په جلال آباد کې چاودنه وشوه.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/c054/9534/68cd/5757ded62a5f9.jpg?time=1718931938)
په جلال آباد کې چاودنه وشوه.
د ننګرهار په مرکز جلال آبد ښار کې د ملي اردو د کتار د تیریدو پر مهال چاودنه وشوه.
د ننګرهار ولایت د پولیسو ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه هله رامنځته شوه چې د سیمې نه د ملي اردو د ځواکونو کتار د تیریدو په حال کې وو.
هغه ویلي دي چې پدې پیښه کې د ملي اردو د ځواکونو په ګډون هیچا ته ځاني زیان ندی اوښتی.