د پاكستان پر وړاندې د امريكا دريځ بدليږي

د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ چې د افغانستان په اړه په يوې نوې ستراتېژۍ باندې كار كوي، د پاكستان پر وړاندې په خپل دريځ كې بدلون راوړي.

756634
د پاكستان پر وړاندې د امريكا دريځ بدليږي

 

د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ چې د افغانستان په اړه په يوې نوې ستراتېژۍ باندې كار كوي، د پاكستان پر وړاندې په خپل دريځ كې بدلون راوړي.

پدې وروستيو ورځو كې سپينه ماڼۍ د افغانستان په اړه په يوې نوې ستراتېژۍ باندې كار كوي. د رويټرز د خبري آژانس د معلوماتو پر اساس په پاكستان كې د مېشتو اروپكو لخوا د افغانستان په خاوره باندې د بريدونو له امله امريكايي چارواكي ددې هېواد پر وړاندې خپل دريځ سختوي. پدې لړ كې په اړوند تدابير هم ونيول شي.

ويل كيږي چې په لومړي سر كې به د پاكستان په خاوره كې د بې پيلوټه الوتكو د بريدونو ساحه پراخه شي. همدا راز په پام كې ده چې د پاكستان سره پر مالي مرستو له سره غور وكړي.

د رويټرز د راپور له مخې د پاكستان پر وړاندې د نيول شوو تدابيرو په لړ كې د نوموړي هېواد سره د ډيپلوماټيكو اړيكو د سويې د ټيټولو په اړه هم بحث شوى دى.

په راپور كې راغلي دي چې امريكا نوره پدې قانع شوې ده چې  طالبان او نور اورپكي د پاكستان په سمڅو كې پټيږي او له هغه ځايه پر افغانستان بريدونه كوي.

د سپينې ماڼۍ يو تن چاوراكي د رويټرز خبري آژانس ته ويلي دي چې تر اوسه پورې مو د پاكستان په اړه د ستراتېژۍ په اړه ښكاره معلومات نه وو شريك كړي. تر دې وروسته به په ښكاره  توګه له پاكستانه خپلې غوښتنې مطرح كړو.``

افغان چارواكو تل پر پاكستان تور لګولى دى چې د پولې پورې غاړه له ترهګرو ملاتړ كوي.

دا لومړى ځل دى چې د ټرمپ اداره د پاكستان په اړه دومره ښكاره دريځ غوره كوي.



اړوند خبرونه