ننګرهار کې چاودنه وشوه
په ننګرهار کې په موټر کې چاودنه وشوه
755850
په جلال آباد کې چاودنه وشوه.
نن د سهار په ساعتونو کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې چاودنه وشوه.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاني ویلي دي چې چاودنه د یو قاضي په یو موټر کې د چسپکي چې بم د چاودنې له امله رامنځته شوې ده .
هغه پدې پيښه کې د قاضي او د هغه دوو ورنو په ګډون د ۴ تنو ملکي وګړو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی وو. د ننګرهار ولایت نه په ترلاسه شوو راپورونو کې ویل شوي دي چې د برید اصلي هدف قاضي وو . قاضي چې پدې پيښه کې سخت ټپي شوی وو په روغتون کې ساه ورکړې ده . همداشان د پیښې د دریو تنو نورو ټپیانو درملنه دوام لري.