د طالبانو مهم کس ونیول شو
د طالبانو یو مهم مشر او په افغانستان کې د ډیرو بریدونو تنظیموونکی ونیول شو.
750619
د طالبانو یو مهم مشر او په افغانستان کې د ډیرو بریدونو تنظیموونکی ونیول شو.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د طالبانو یو مهم مشر قاري محمد الله چې د ډیرو ترهګریزو بریدونو مسئول بلل کیږي او د ورانکارانه فعالیتونو تنظیموونکی دی د میدان وردک په ولایت کې ونیول شو.
کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې نوموړی هله د دوو هاوان او یو زیات شمیر نورو وسلو او مهماتو سره ونیول شو چې د کابل د ارغندي په چوک يي د خونړي برید پلان درلود.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې نوموړي په خپل جرم اعتراف کړی دی او ویلي دي چې د کابل په ډیرو بریدونو کې لاس درلود.