يو افغان د داعش د غړيتوب په نور ونيول شو.
د تركيې په سوېل لوېديځ كې د ايزمير په ښار كې امنيتي ځواكونو د داعش د ترهګرې ډلې د غړيتوب په تور هغه دوه تنه شكمن ونيول چې د بريدونو د تياري لپاره ښار ته راغلي ول.
746061
ددې ولايت د امنيې د قوماندانۍ د معلوماتو پر اساس د نيول شوو كسانو نه يو تن يې د افغانستان تابعيت لري.
د معلوماتو له مخې شكمنو كسانو اعتراف كړى دى چې د داعش د ترهګرې ډلې غړيتوب لري او دې ښار ته د احتمالي بريدونو د ترسره كولو په موخه د معلوماتو د راټولولو لپاره راغلي دي.
ويل كيږي چې دواړه د ايزمير د موټرو په هډې كې وروسته له هغې نيول شوي دي چې مشكوكو حركاتو يې د امنيتي ځواكونو پاملرنه جلب كړه.
د يادولو وړ ده چې دا لومړى ځل دى چې د افغانستان يو تن تابعيت لرونكى په تركيه كې د داعش د غړيتوب په تور نيول كيږي.