د افغانستان د کرکټ بورډ د پاکستان د کرکټ د بورډ سره خپلې ټولې اړیکې وشلولې
د افغانستان او پاکستان د کرکټ بورډونو ترمنځه ټولې اړیکې وشلیدې
د افغانستان د کرکټ بورډ د پاکستان د کرکټ د بورډ سره خپلې ټولې اړیکې وشلولې او دوه جانبه تړونونه يي لغوه کړل.
د افغانستان د کرکټ بورډ دا پریکړه د کابل د تیرې ورځې د سترې خونړۍ فاجعې چې له امله يي ۵۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ته وروسته وکړه .
د افغانستان د کرکټ بورډ د ټولنیزې مډیا له لارې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې « په کابل کې د پرونۍ پیښې او د امنیتي ادارو د موندولو راپورونو او ترلاسه کړو شواهدو نه وروسته چې دا برید په پاکستان کې طرحه شوی وو او د افغان ولس د غوښتنو پر بڼسټ د افغانستان د کرکټ بورډ د پاکستان د کرکټ بورډ سره خپلې ټولې اړیکې شلوي او دوه جانبه هوکړې لغوه کوي. د داسې یو هیواد سره چیرته چې د ترهګرو پالنه کیږي او ترهګرو ځالې پکې فعالیت لري د هیڅډول دوستانه سیالیو او دوه جانبه همکاریو دوام د امکان وړ ندی.»
د یادولو وړ ده چې د افغانستان د کرکټ بورډ پداسې حال کې د پاکستان د کرکټ بورډ سره خپلې اړیکې وشلولې چې په نږدې راتلوونکې کې د دواړو هیوادونو د کرکټ لوبډلو دوستانه سیالیو ته تیاری نیولی وو.
د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکیو تیره ورځ د پاکستان د لاهور په ښار کې د پاکستان د کرکټ بورډ چارواکیو سره په لیدنه کې د دواړو هیوادونو د کرکټ د لوبډلو ترمنځه د همکاریو او اړیکو د پراختیا په خاطر تفاهم لیک لاسلیک کړی وو.
همداشان د دواړو هیوادونو د کرکټ لوبډلو د جولای او اګست په میاشتو کې د شل اوریزو او دوستانه سیالیو ترسره کولو پریکړه شوې وه.
د افغانستان د کرکټ بورډ د پاکستان د کرکټ د لوبډلې سره د شل اوریزو او دوستانه سیالیو په اړه خبر خپرولو په افغانستان کې د خلکو سخت غبرګون پارولی وو. ډیری افغانانو د ټولنیزې مډیا له لارې د افغانستان د کرکټ بورډ نه د پاکستان سره د سیالۍ د نه ترسره کولو غوښتنه کړې وه.
خو د افغانستان د کرکټ بورډ بیا ویلي وو چې دا سیالۍ به ترسره کړي.
خو د کابل د تیرې ورځې د خونړۍ پیښې نه وروسته د افغانستان د کرکټ بورډ د پاکستان سره خپلې ټولې اړیکې وشلولې.
د یادولو وړ ده چې پرون د سهار د اته نیمو بجو په شاوخوا کې د کابل تر ټولو په مهمه د وزیر محمد اکبر خان او زنبق څلور لاري ترمنځه د جرمني، فرانسې، هندوستان، ترکیې او یو زیات شمیر هیوادونو د سفارت خانو ترڅنګ ډیره زیاته ستره چاودنه وشوه .
پدې چاودنه کې لږ تر لږه ۹۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ او تر ۴۰۰ تنو ډیر پکې ټپیان شول. د پیښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.
افغانستان د نوموړي برید پړه په پاکستان واچوله او اعلان وکړ چې ترلاسه شوي شواهد او راپورنه دا ښايي چې د برید د پاکستان د استخباراتو او حقاني شبکې لخوا په ګډه طرحه او پلان شوی وو.