پاريس هم د افغانانو پر وير ژاړي
په كابل كې د ننني ترهګري بريد په پايله كې چې څه باندې ۵۰۰ تنو ته يې مرګژوبله واړوله، په هېواد كې دننه او له هېواده بهر يې د يو زيات شمېر خلكو غبرګون را وپارولو.
743308
په كابل كې د ننني ترهګري بريد په پايله كې چې څه باندې ۵۰۰ تنو ته يې مرګژوبله واړوله، په هېواد كې دننه او له هېواده بهر يې د يو زيات شمېر خلكو غبرګون را وپارولو.
پدې لړ كې په پاريس كې ددې ښار ښاروالۍ پرېكړه وكړه چې نن شپه په ځايي وخت به د ايفل د نامتو برج څراغونه د كابل په بريد كې قربانيانو ته د درناوي په پار مړه كړي.دا پرېكړه ددې ښاروالۍ د ټويټر د رسمي پاڼې له لارې خپره شوې ده.
د ايفل برج چې د نړۍ د مدرن تاريخ د مهمو ودانيو نه شمېرل كيږي او پاريس د ښار سمبول دى، په نړۍ كې د مهمو پېښو پر مهال يې د څراغونو رنګونه بدليږي.
دا لومړى ځل دى چې د ايفل برج د افغانانو په غم كې د غمشريكۍ په مراسمو كې برخه اخلي.