د اروپايي ټولنې لخوا افغان كډوالو سره مرسته

د اروپايي ټولنې كمېسيون پرېكړه وكړه چې په بېلابېلو هېوادونو كې د افغان كډوالو سره د ۴۴ ميليونو يورو مرسته وكړي.

741684
د اروپايي ټولنې لخوا افغان كډوالو سره مرسته

 

د اروپايي ټولنې د كمېسيون د معلوماتو پر اساس افغان كډوالو سره چې د جګړو او طبعي ناورينونو له امله ځپل شوي او اوسمهال په بېلابېلو هېوادونو كې كډوال دي، د مرستې يو پلان نهايي شوى دى.

په لومړي سر كې به د بشري مرستو د يو پروګرام له مخې د ايران او پاكستان سربېره په يو شمېر نورو هېوادونو كې مېشتو كډوالو سره مالي مرسته وشي.

د پروګرام له مخې ددې پېسو ۲۵ ميليونه يورو به يې په افغانستان كې دننه د بې ځايه شويو كسانو سره، ۱۰ ميليونه يورو به په ايران كې مېشتو كډوالو سره او ۷ ميليونه يورو به په پاكستان كې مېشتو كډوالو سره مرسته وشي.

ددې پېسو يوه برخه به په افغانستان كې د طبعي ناورينونو د مخنيوي په پروژو كې هم ولګولې شي.



اړوند خبرونه