په افغانستان کې د روژې مبارکې میاشتې په لومړۍ ورځ قتل عام رامنځته شو.
په خوست ولایت کې د قتل عام په څیر ځانمرګی برید وشو
په افغانستان کې د روژې مبارکې میاشتې په لومړۍ ورځ قتل عام رامنځته شو.
د افغانستان په ختیځ کې د خوست په ولایت کې ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند واخیست.
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست ویاند نجیب دانش خبري رسنیو ته وویل چې نن د سهار په ساعتونو کې د خوست ولایت په مرکز کې په نوې اډه کې ځانمرګی برید وشو چې له امله يي لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ټپیانو نه دوه يي ماشومان دي.
د پیښې قربانیان ټول ملکي وګړي دي.
د ویلو ده چې لومړی ویل شوي وو چې په پیښه کې ۱۸ تنو ژوند دلاسه ورکړی دی خو وروسته معلومه شوه چې په پیښه کې ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
د خوست ولایت د پولیسو مشر فیض الله غیرت خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې پیښه کې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي. هغه ویلي دي چې پدې پيښه کې د خوست ولایت ځیني مخکې څیرې چې د امریکايي ځواکونو سره يي کار کولو هم وژل شويدي.
د برید هدف هم همدا کسان ول.
د ویلو ده چې تیره ورځ طالبانو د کندهار ولایت د شاه ولي کوټ په ولسوالۍ کې د ملياردو په قرارګاه د برید سره لږ تر لږه ۱۸ تنه سرتیري ووژل او ۴ تنه یرغمل کړل.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په ملکي وګړو دا خونړی برید په کلکو ټکو وغنده.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې هیچا په غاړه ندی اخیستی .