په طالب ماین جوړونکو خپل ماین وچاودید

ګڼ شمیر طالبان خپل لاس د جوړ کړي ماین ښکار شول

737927
په طالب ماین جوړونکو خپل ماین وچاودید

د افغانستان د کندهار په ولایت کې  طالبان  د خپلو ماینونو ښکار شول.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د کندهار ولایت د میوند په ولسوالۍ کې  د طالبانو  د ماین جوړولو  ډله  د خپل ماین  ښکار شول.

ملي دفاع وزارت  ویلي دي چې د میوند په ولسوالۍ کې د طالبانو د ماین جوړولو په ډلې  خپل ماین  وچاودید  له امله يي  ۳ تنه مړه او ۵ تنه نور ټپیان شول.

په وژل شوو کسانو کې  د طالبانو د ماین جوړولو  مهم  متخصصین شتون لري.



اړوند خبرونه