په لوګر كې چاودنه

د لوګر ولايت د محمد آغې د ولسوالۍ په مربوطاتو كې د يوې چاودنې له امله ۱۱ ته ملكي وګړي وژل شوي  دي.

735675
په لوګر كې چاودنه

 

د لوګر ولايت د محمد آغې د ولسوالۍ په مربوطاتو كې د يوې چاودنې له امله ۱۱ ته ملكي وګړي وژل شوي  دي.

ددې ولسوالۍ ولسوال محمد امين خبري رسنيو ته وويل چې دا چاودنه د سرك پر غاړه د ځاى پر ځاى شوي ماين له امله رامنځته شوې ده.

د وژل شوو ملكيانو ترمېنځ ۵ تنه يې ماشومان دي.

تر اوسه پورې د بريد پړ چا پر غاړه نه ده اخيستې.


پيوندونه: #لوګر , #چاودنه

اړوند خبرونه