په ننګرهار كې د ډله ايز بريد د مرګژوبلې وروستۍ شمېرې

د ننګرهار ولايت د ملي راډيو ټلوېزيون پر ودانۍ باندې نن سهار ډله ايز بريد ترسره شو.

734227
په ننګرهار كې د ډله ايز بريد د مرګژوبلې وروستۍ شمېرې

 

 

ددې ولايت د مقام لخوا په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې دې بريد ۳ ساعتونه دوام وكړ چې په پايله كې ۴ تنه بريدګر ووژل شو او سيمه د امنيتي ځواكونو تر كنترول لاندې ده.

د بله پلوه د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل نن سهار په يوې خبري غونډه كې څرګنده كړه چې په پېښه كې د راډيو ټلوېزيون څلور تنه كار كوونكي چې يو يې موټر چلوونكى، يو يې څوكيدار او دوه تنه نور يې تخنيكي كاګران ول، هم وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا په پېښه كې ۱۷ تنه ملكي وګړي ټپيان شوي دي.


پيوندونه: #ننګرها , #بريد

اړوند خبرونه