په کابل کې د غبرګو چاودنو مخه ونیول شوه.
په کابل کې د خونړیو پیښو مخه ونیول شوه
733440
په کابل کې د غبرګو چاودنو مخه ونیول شوه.
د افغانستان د پلازمینې کابل د امنیې قومندانۍ مسئولینو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د کابل د پولیسو د نهمې حوزې په مربوطاتو کې د دریمو مکروریانو په سیمه کې یو مقناطیسي بم چې چاودنې نه عیار شوی وو د پولیسو د ۱۰۱ اسمايي زون د منسوبینو لخوا کشف او شنډ شو.
د امنیې قومندانۍ ویلي دي چې د کابل د شکر درې په ولسوالۍ کې هم یو بم چې د پله لاندې ځای په ځای شوی وو شنډ کړی شو.
پولیسو ویلي دي ترهګر غوښتل چې د کابل ښار یو ځل بیا په وینو ولړي خو مخکې ددینه چې خپلې شومې موخې ته ورسیږي مخه يي ونیول شوه.