د افغانستان په پلازمینه کابل کې تیره شپه په ناوخته ساعتونو کې چاودنه وشوه.
په کابل کې چاودنه وشوه
731982
د افغانستان په پلازمینه کابل کې تیره شپه په ناوخته ساعتونو کې چاودنه وشوه.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش خبري رسنیو ته ویلي دي چې تیره شپه په ناوخته ساعتونو کې د پلازمینې کابل د دریمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې چاودنه وشوه.
هغه ویلي دي چې چاودنه په یو رینجر موټر کې د مقناطیسي بم له امله رامنځته شوې ده .
د دانش په وینا په چاودنه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.
د ویلو ده چې وړمه ورځ هم په کابل کې په یو دولتي موټر کې د مقناطیسي بم له امله چاودنه وشوه .