د افغانستان او پاکستان په پوله نښته دوام لري
د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځه نښته دوام لري
د افغانستان او پاکستان په پوله کې د دواړو هیوادونو د امنیتي ځواکونو ترمنځه په نښته کې د مرګ ژوبلې شمیره د هر ساعت په تیریدو سره مخ په لوړیدو ده.
د پاکستان د امنیتي سرچینو د شمیرو له مخې پدې نښته کې تر اوسه پورې ۷ تنه پاکستانیان مړه او ۲۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
نن جمعه د سهار د ۴ بجو په شاوخوا کې د پآکستان د چمن په سیمه کې د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځه نښته پیل شوه.
د افغانستان د کندهار ولایت د والي د دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د سهار په ۳ بجو او ۴۵ دقیقو پاکستاني ملیشو غوښتل چې د پولې نه راواړي چې ددوې لخوا يي مخه نیول شوې ده.
په خبرپانه کې راغلي دي چې وروسته د دواړو خواوو ترمنځه نښته پیل شوه چې له امله يي دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
افغان لوري پدې نښته کې دوې ته د اوښتې مرګ ژوبلې دقیقه شمیره نده اعلان کړې.
خو د پاکستان بیا ویلي دي چې د افغان ځواکونو په ډزو کې ددوی ۷ تنه مړه او ۲۶ تنه نور ټپيان شوي دي.پاکستان ویلي دي چې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د پاکستان د پوځ ویاند بیا ویلي دي چې افغان ځواکونو ددوې د سرشمیرنې په ډلې وسله وال برید کړی دی.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی